هندي رسنۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله وايي، چې هند د ایران د چابهار بندر لپاره خپله ځانګړې کړې بودجه دوه چنده ډېره کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اڼډیا ټوډې ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په حوله وايي، د چابهار بندر لپاره د هند ځانګړې شوې بودجه د تېر کال په پرتله دوه چنده ډېره شوې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپرپاڼه کې ویل شوي، چې سږ کال به د دغه بندر لپاره خپله بودجه ۱۴ میلیون ډالرو ته ورسوي.
د سرچینې په وینا هند سږکال په پام کې لري چې د دغه بندر د پراخولو چارې ګړندۍ کړي او دغه بودجه به د چابهار بندر په پراخولو ولګول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل