۰

د رحیم وردګ زوی په ۲۲ کاله بند محکوم شو

دوشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۰
د ملي دفاع پخواني وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ زوی تمیم شنسب په ۲۲ کاله بند باندې محکوم شوی دی.
د رحیم وردګ زوی په ۲۲ کاله بند محکوم شو
د ملي دفاع پخواني وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ زوی تمیم شنسب په ۲۲ کاله بند باندې محکوم شوی دی.

د جمهور آژنس د خبر له مخې لوی څارنوالي وايي، د تمیم شنسب او ۱۹ ساتونکو محکمه یې پرون یکشنبې د سلواغې ۱۳ مه کابل شوې ده.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشد رسولي د دغه خبر د پخلي تر څنګ جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې تمیم شنسب په ۲۲ کاله او ۱۷ ساتونکي یې هر یو په ۱۷ زندان محکوم شوي دي.

د هغه په وینا چې د نوموړي دوه ساتونکو بیا له محکمې برآت تر لاسه کړی دی.

د یادونې ده، چې د عبدالرحیم وردګ زوی تمیم شنسب د غیر مسووله وسله والو په لرلو او پولیسو سره د نشتې په تور محکمه شوی دی.

هغه تېر کال له پولیسو سره کابل کې نښته وکړه، چې په کې یې له سپکو او درنو وسلو په کار اخیستنې سره یو پولیس و واژه او شپږ نور یې ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي