متقاعد امریکایي جنرال جک کېن ویلي، چې پر طالبانو باور نه دی پکار او امریکا باید ټول ځواکونه له افغانستان څخه ونه باسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نشنل انټرسټ د جنرال کېن له قوله لیکي، چې طالبان پر ولسواکۍ باور نه لري او په دې لټه کې دي، چې پر امریکایانو د ټولو سرتېرو ایستلو هوکړه لاسلیک کړي.
نوموړي ویلي، که امریکا دا وکړي وکړي، نو خپله امریکا او متحدینو ته به یې لوی خطرونه متوجه کړي نو ځکه پکار نه ده، چې پر طالبانو باور وکړي.
د هغه په وینا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور ته جدي اړتیا ده او تر څنګ یې د سولې خبرې هم باید یوې پایلې ته ورسېږي، خو د ټولو سرتېرو ایستل دې په دې هوکړه کې نه وي شامل.
جنرال جک کېن ویلي د امریکا ماموریت دا دی چې له افغانستان د احتمالي بریدونو مخه ونیسي او په دغه هېواد کې یو ولسواک نظام رامنځ ته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل