ملګري ملتونه: ترهګرې ډلې د افغانستان لپاره اوږد مهالی ګواښ دی

17 دلو 1398 ساعت 9:07

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه تازه راپور کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وایي، ترهګرې ډلې د دغه هېواد لپاره اوږد مهالی ګواښ دی.


د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه تازه راپور کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وایي، ترهګرې ډلې د دغه هېواد لپاره اوږد مهالی ګواښ دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادو کارپوهانو په دغه راپور کې ټینګار کړی، چې دوی په افغانستان کې د جګړې له امله زیات اندېښمن دي.

په راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې د ترهګرۍ قربانیان د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله زیات دي او دا د جدي اندېښنې وړ خبره ده.

راپور وايي، القاعده او نورې ترهګرې ډلې، چې طالبان یې ملاتړ کوي، د افغانستان لپاره اوږدمهالی ګواښ دی.

دغه راز په راپور کې ویل شوي داعش ډله هم د افغانستان لپاره په ستر ګواښ بدله شوې او د دې ډلې پر وړاندې یې د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په دې راپور کې په دې وروستیو کې د داعش پر وړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتو ستاینه هم کړې، خو ټينګار یې کړی، چې دوی لا هم د دې ډلې د بیا راپورته کېدو په اړه وېره لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
 


د مطلب کود: 124760

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124760/

جمهور
  https://www.jomhornews.com