د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه تازه راپور کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وایي، ترهګرې ډلې د دغه هېواد لپاره اوږد مهالی ګواښ دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادو کارپوهانو په دغه راپور کې ټینګار کړی، چې دوی په افغانستان کې د جګړې له امله زیات اندېښمن دي.
په راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې د ترهګرۍ قربانیان د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله زیات دي او دا د جدي اندېښنې وړ خبره ده.
راپور وايي، القاعده او نورې ترهګرې ډلې، چې طالبان یې ملاتړ کوي، د افغانستان لپاره اوږدمهالی ګواښ دی.
دغه راز په راپور کې ویل شوي داعش ډله هم د افغانستان لپاره په ستر ګواښ بدله شوې او د دې ډلې پر وړاندې یې د اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په دې راپور کې په دې وروستیو کې د داعش پر وړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتو ستاینه هم کړې، خو ټينګار یې کړی، چې دوی لا هم د دې ډلې د بیا راپورته کېدو په اړه وېره لري.
جمهورخبري آژانس:کابل