ولسمشر سروبي کې د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې عملي چارې پیل کړې

17 دلو 1398 ساعت 10:50

ولسمشر محمد اشرف غنی سروبي د برېښنا اتصال یوې لویې سیمه ییزې پروژې «کاسا ـ ۱۰۰۰» د بنسټ ډبره کېښوده.


ولسمشر محمد اشرف غنی سروبي د برېښنا اتصال یوې لویې سیمه ییزې پروژې «کاسا ـ ۱۰۰۰» د بنسټ ډبره کېښوده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ پر فسبوک پاڼه خپاره شوي، معلومات ښيي، چې ولسمشر غني نن پنشنبې د سلواغې ۱۷ مه د یادې پروژې د عملي کار د پیل لپاره سروبي ولسوالۍ ته ولاړ.
 
په دغه معلوماتو کې ویل وشي، محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د برېښنا اتصال یوې لویې سیمه ییزې پروژې «کاسا ـ ۱۰۰۰» د بنسټ ډبرې ایښودو او عملي کار پیل په موخه، سروبي ولسوالۍ ته ولاړ.

سرچینه زیاتوي، چې د دې لویې پروژې په بشپړېدو سره به د اقتصادي تعاملاتو د پراختیا او له مرکزي اسیا څخه سویلي اسیا ته د برېښنا لېږد د لومړني دهلېز شاهدان واوسو.

ارګ په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124770

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124770/

جمهور
  https://www.jomhornews.com