ننګرهار کې لسګونه میله وسلې او نشه يي توکي نیول شوي

20 دلو 1398 ساعت 14:41

کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د سلګونه میله وسلو او یوه اندازه نشه يي توکو د کشف او نیول کېدو خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د سلګونه میله وسلو او یوه اندازه نشه يي توکو د کشف او نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د سلواغې ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه وسلې او نشه يي توکي د ننګرهار سرحدي دوربابا ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، ځانګړو پولیسو په یاده ولسوالۍ کې عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې د ۱۲ میله کلاشنکوفونه او ۳۳ میله تومانچې کشف او نیولې دي.

دغه راز وزارت زیاتوي، چې په همدې عملیاتو کې د چرسو ۷۶ بنسې هم نیول شوې او په تړاو یې دوه تنه شکمن کسان هم نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 124861

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124861/

جمهور
  https://www.jomhornews.com