۰

ننګرهار کې لسګونه میله وسلې او نشه يي توکي نیول شوي

یکشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۱
کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د سلګونه میله وسلو او یوه اندازه نشه يي توکو د کشف او نیول کېدو خبر ورکړی دی.
ننګرهار کې لسګونه میله وسلې او نشه يي توکي نیول شوي
کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د سلګونه میله وسلو او یوه اندازه نشه يي توکو د کشف او نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د سلواغې ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه وسلې او نشه يي توکي د ننګرهار سرحدي دوربابا ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، ځانګړو پولیسو په یاده ولسوالۍ کې عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې د ۱۲ میله کلاشنکوفونه او ۳۳ میله تومانچې کشف او نیولې دي.

دغه راز وزارت زیاتوي، چې په همدې عملیاتو کې د چرسو ۷۶ بنسې هم نیول شوې او په تړاو یې دوه تنه شکمن کسان هم نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي