افغان پوځ:

بلخ کې د طالبانو د لایزري وسلو مسوول او ۳۶ طالبان وژل شوي

21 دلو 1398 ساعت 9:40

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو د لایزری وسلو د مسوول په ګډون ۳۶ طالبان وژل شوي دي.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو د لایزری وسلو د مسوول په ګډون ۳۶ طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د سلواغې ۲۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي افغان هوايي ځواک پرون د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په دلبر کلي کې هدفي عملیات کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د طالبانو د لایزري وسلو مسوول محمدګل مشهور په ابوبکر وژل شوی دی.

په ورته وخت کې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې کمانډو ځواکونو تېره شپه د بلخ په بلخ ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124879

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124879/

جمهور
  https://www.jomhornews.com