کندهار: د پولیسو په لیکو کې د طالبانو ۱۲ نفوذي کسان نیول شوي دي

22 دلو 1398 ساعت 8:39

د امنیت سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار ولایت د پولیسو په لیکو کې یې د وسله والو طالبانو ۱۲ تنه نفوذي بریدګر نیولي دي.


د امنیت سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار ولایت د پولیسو په لیکو کې یې د وسله والو طالبانو ۱۲ تنه نفوذي بریدګر نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي له خبریالانو سره خبرو کې وکړې او ویې ویل، چې د طالبانو یاد نفوذي کسان د پولیسو په لیکو کې ځای پر ځای شوی وو.

نوموړي زیاته کړه، دغه کسانو غوښتل، چې د موقعې څخه په استفادې تخریبي فعالیتونه وکړي خو د کشفي معلوماتو پر اساس ونیول شول.

په ورته وخت کې د کندهار د امنیت امر په ښار کې د دوه نورو وسله والو او دوه وسله والو غلو د نیول کېدو خبر هم ورکړ.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کندهار کې د پولیسو په لیکو کې د طالبانو نفوذي کسان پر داسې مهال نېول کېږي، چې تر دې وړاندې د نفوذي کسانو په بریدونو کې لسګونو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 


د مطلب کود: 124896

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124896/

جمهور
  https://www.jomhornews.com