۰
سیداکبرآغا:

د طالبانو له خوا به تاوتریخوالي کموالی به په پړاویزه توګه تر سره کېږي

چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۹
پخواني طالب چارواکی سید اکبرِآغا د سولې په تړاو وروستیو پرمختګونو ته په اشارې وايي، چې د طالبانو له لوري به د تاوتریخوالي کموالی په پړاویزه توګه تر سره کېږي.
د طالبانو له خوا به تاوتریخوالي کموالی به په پړاویزه توګه تر سره کېږي
پخواني طالب چارواکی سید اکبرِآغا د سولې په تړاو وروستیو پرمختګونو ته په اشارې وايي، چې د طالبانو له لوري به د تاوتریخوالي کموالی په پړاویزه توګه تر سره کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا وايي، د دوی او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی او ښايي په نېږدې راتلونکې کې د سولې تړون لاسلیک شي.

د امریکا د بهرنیو چارو زیر په یوه تلېفوني اړیکه کې د ولسمشر غني سره خبرو کې ویلي، چې د سولې په خبرو او د طالبانو له لوري د پایداره تاوتریخوالي کمولو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

په ورته وخت کې راپورونه وایي، ولسمشر ټرمپ هم په مشروط ډول له طالبانو سره د سولې تړون تایید کړی او ویلي یې دي، چې طالبان باید د یوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي کمولو لپاره خپله اراده وښي.

بل خوا ویل کېږي طالبانو هم د پایداره تاوتریخوالي له کمښت سره موافقت کړی خو دا خبر تر اوسه په رسمي ډول د طالبانو له خوا نه دی تایید شوی.

خو پخوانی طالب چارواکی سیداکبرآغا وایي، د طالبانو له لوري به د تاوتریخوالي کموالی په پړاویزه توګه تر سره کېږي.

هغه نن چهارشنبې د سلواغې ۲۳ مه جمهور خبري آژانس ته وویل«د طالبانو له لوري به تاوتریخوالي کمول په مرحله واره توګه اجرا کېږي.»

نوموړي زیاته کړه، که څه هم د سولې خبرې ډېرې پوښتې دي، خو فکر کېږي، چې طالبان به په لومړي سر کې چې د سولې تړون لاسلیک کېږي ۱۰ ورځې تاوتریخوالی کموي او له هغې وروسته به د تاوتریخوالي کمول تمدیېږي او د بین الافغاني خبرو له پیل سره به بیا پیلېږي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ویل کېږي د طالبانو او امریکا تر منځ د بې باوریو له امله د سولې تړون لاسلیک تر اوسه ځنډېدلی وايي، چې وړاندې طالبانو ویل په یوه اوونۍ کې تړون لاسلیکېږي، خو نه شو او امریکا وایي په دریو ورځو کې به لاسلیک شي، خو ګورو به چې لاسلیک کېږي او که نه.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابریت اوبراین ویلي، د افغانستان لپاره ښه زېری په لار دی او ښايي په څو ورځو او اونیو کې د سولې تړون لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي