ولسمشرغني:

پاکستان باید د طالبانو د پټنځایونو بندلو او سمه ییز امنیت پر ګډ تفاهم راسره خبرې وکړي

27 دلو 1398 ساعت 10:16

ولسمشر محمد اشرف غني وايي د ملا عبدالغني برادر خوشي کول دا مانا نه لري، چې ګنې پاکستان د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي.


ولسمشر محمد اشرف غني وايي د ملا عبدالغني برادر خوشي کول دا مانا نه لري، چې ګنې پاکستان د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني دغه څرګندونې د مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس کې د وینا پر مهال کړې او ویلي یې دی، چې پاکستان باید له افغانستان سره پر دوه مهمو مسئلو خبرې وکړي.

د هغه په وینا پاکستان باید ورسره د طالبانو د پټنځایونو بندولو او دغه راز د سیمه ییز امنیت لپاره په ګډ تفاهم ورسره خبرې وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړې«پرېکړه لا هم پاکستان ته پاتې ده، د ملاعبدالغني برادر خوشې کول د سولې د بهیر د ملاتړ معنی نه لري، هغه یو فرد دی، موږ صادقانه بحث غواړو چې دوه اړخه لري، یو د طالبانو د پناه ځایونو بندول او دوهم د سیمېز امنیت لپاره ګډ تفاهم.»

په ورته وخت کې ولسمشر غني دا هم ویلي، چې طالبان باید له ټولو ترهګرو ډلو سره چې سیمې او نړۍ ته ګواښ دی اړیکې وشلوي.

ولسمشر زیاته کړې«یوازې دا نه ده چې طالبان ځان په رسمیاتو کې له القاعده جلا کړي، بلکه ډېره مهمه ده چې له ټولو تروریستي شبکو چې د افغانستان هر ګاونډي او نړیوال قدرت ته ګواښ پېښوي لرې شي.»

د یادونې ده، چې ولسمشر غني پرون د یاد کنفرانس په څنډه کې د امریکا د سنا له مشرې نانسي پولیسو او نورو امریکایي سناتورانو سره د لیدنې پرمهال هم ویلي، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې عملي اقدامات نه دي کړي.

نوموړي ویلي، چې په پاکستان کې د طالبانو پتځایونه لا هم یوه لویه ستونزه ده، چې باید ورته جدي پاملرنه وشي، ځکه په وینا یې ترهګرې ډلې، افغانستان، سیمې، نړۍ او امریکا ته ګډ ګواښ دی او پر وړاندې یې په ګډه باید مبارزه وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 125043

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125043/

جمهور
  https://www.jomhornews.com