۰
ولسمشرغني:

پاکستان باید د طالبانو د پټنځایونو بندلو او سمه ییز امنیت پر ګډ تفاهم راسره خبرې وکړي

یکشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۶
ولسمشر محمد اشرف غني وايي د ملا عبدالغني برادر خوشي کول دا مانا نه لري، چې ګنې پاکستان د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي.
پاکستان باید د طالبانو د پټنځایونو بندلو او سمه ییز امنیت پر ګډ تفاهم راسره خبرې وکړي
ولسمشر محمد اشرف غني وايي د ملا عبدالغني برادر خوشي کول دا مانا نه لري، چې ګنې پاکستان د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني دغه څرګندونې د مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس کې د وینا پر مهال کړې او ویلي یې دی، چې پاکستان باید له افغانستان سره پر دوه مهمو مسئلو خبرې وکړي.

د هغه په وینا پاکستان باید ورسره د طالبانو د پټنځایونو بندولو او دغه راز د سیمه ییز امنیت لپاره په ګډ تفاهم ورسره خبرې وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړې«پرېکړه لا هم پاکستان ته پاتې ده، د ملاعبدالغني برادر خوشې کول د سولې د بهیر د ملاتړ معنی نه لري، هغه یو فرد دی، موږ صادقانه بحث غواړو چې دوه اړخه لري، یو د طالبانو د پناه ځایونو بندول او دوهم د سیمېز امنیت لپاره ګډ تفاهم.»

په ورته وخت کې ولسمشر غني دا هم ویلي، چې طالبان باید له ټولو ترهګرو ډلو سره چې سیمې او نړۍ ته ګواښ دی اړیکې وشلوي.

ولسمشر زیاته کړې«یوازې دا نه ده چې طالبان ځان په رسمیاتو کې له القاعده جلا کړي، بلکه ډېره مهمه ده چې له ټولو تروریستي شبکو چې د افغانستان هر ګاونډي او نړیوال قدرت ته ګواښ پېښوي لرې شي.»

د یادونې ده، چې ولسمشر غني پرون د یاد کنفرانس په څنډه کې د امریکا د سنا له مشرې نانسي پولیسو او نورو امریکایي سناتورانو سره د لیدنې پرمهال هم ویلي، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې عملي اقدامات نه دي کړي.

نوموړي ویلي، چې په پاکستان کې د طالبانو پتځایونه لا هم یوه لویه ستونزه ده، چې باید ورته جدي پاملرنه وشي، ځکه په وینا یې ترهګرې ډلې، افغانستان، سیمې، نړۍ او امریکا ته ګډ ګواښ دی او پر وړاندې یې په ګډه باید مبارزه وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي