اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي، د سولې برخه کې د ټولو هغو اقداماتو هرکلی کوي چې لږ تر لږه افغانستان یو ګام هم سولې ته نږدې کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله دا څرګندونې نن دوشنبې د سلواغې ۲۸ مه د وزیرانو شورا په ناسته کې وکړې.
نوموړي و ویل، چې په وروستیو ورځو کې د سولې په برخه کې مهم پرمختګونه شوي او د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وروستۍ شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، د سولې په برخه کې د دوی دریځ روښانه دی، هر قدم چې بین الافغاني مذاکراتو ته لار اواروي او په هېواد کې د دایمي سولې او امنیت لامل کېږي دی یې ملاتړ کوي.
د هغه په وینا د هوکړې لاسلیک د تاوتریخوالي کمولو پورې اړه لري، اوس دې طالبان د تاوتریخوالي په کمولو سره ثابته کړي چې د سولې هوکړې او بین الافغاني خبرو پیل ته کافي اراده لري.
نوموړي دغه راز له امنیتي ځواکونو غوښتنه وکړه، چې د عملیاتو پر مهال دې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل