۰
پخواني امریکايي جنرال:

د افغانستان سوله جنجالي او له خنډونو ډکه پروسه ده

سی شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۳
پخواني امریکایي جنرال جک کېن وايي، که څه هم د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک کېږي، خو بیا هم افغان سوله یوه جنجالي او له خنډونو ډکه پروسه ده.
د افغانستان سوله جنجالي او له خنډونو ډکه پروسه ده
پخواني امریکایي جنرال جک کېن وايي، که څه هم د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک کېږي، خو بیا هم افغان سوله یوه جنجالي او له خنډونو ډکه پروسه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي په تازه څرګندونو کې زیاته کړې، چې د زندانیانو خوشي کول، د بهرنیو ځواکونو وتل، د تاوتریخوالي کمول او د بین الاافغاني خبرو پیل دا هر څه په اوو یا لسو ورځو کې ممکن نه دي او د سولې پروسه جنجالي کولی شي.

هغه په ټينګار سره ویلي، که امریکا او طالبان هوکړې ته هم ورسېږي، خو بیا هم له افغان حکومت سره د طالبانو خبرې ښايي اوږدې او جنجالي شي چې په دې موده کې به جګړې شدیدې شي.

دغه پخواني امریکايي جنرال تمه ښودلې، چې بین الافغاني خبرې ژر پایلې ته ورسېږي او دا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

جک کېن تر دې وړاندې د امریکا د سنا د پوځي کمېټې په یوه غونده کې هم ویلي و، چې د سولې پروسه جنجالي ده او امریکا باید له افغانستان څخه ټول ځواکونه ونه باسي.

د هغه په وینا که امریکا له افغانستانه ټول ځواکونه وباسي، نو طالبان به ځان بریالی وګڼي، افغانستان به بحران ته ولاړ شي او کورنۍ جګړې به یو ځل بیا پیل شي.

دغه امریکايي جنرال سپارښتنه کړې، چې د طالبانو سره د سولې تړون باید په خورا دقت سره تر سره شي او افغان جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي