د هرات د ابتدايي محکمې رییس وژل شوی دی

29 دلو 1398 ساعت 9:14

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د هرات ولایت د ابتدايي محکمې رییس قاضي عبدالرحیم عظیمي د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د هرات ولایت د ابتدايي محکمې رییس قاضي عبدالرحیم عظیمي د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د هرات د والي ویاند عبدالاحد ولي زاده جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه ځوان قاضي تېره شپه (د سلواغې ۲۹ مه) د هرات د انجیل ولسوالۍ د مرکز په شیدايي سیمه کې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د هرات د ابتدايي محکمې رییس قاضي عبدالرحیم عظیمي د ماښام د لمانځه پر مهال د دوه موټر سایکل سپرو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د هرات د والي ویاند زیاتوي، چې برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو یې د نیولو او قانون ته د سپارلو په اړه پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا او یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 


د مطلب کود: 125114

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125114/

جمهور
  https://www.jomhornews.com