سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د هرات ولایت د ابتدايي محکمې رییس قاضي عبدالرحیم عظیمي د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د هرات د والي ویاند عبدالاحد ولي زاده
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه ځوان قاضي تېره شپه (د سلواغې ۲۹ مه) د هرات د انجیل ولسوالۍ د مرکز په شیدايي سیمه کې وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د هرات د ابتدايي محکمې رییس قاضي عبدالرحیم عظیمي د ماښام د لمانځه پر مهال د دوه موټر سایکل سپرو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د هرات د والي ویاند زیاتوي، چې برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو یې د نیولو او قانون ته د سپارلو په اړه پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا او یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:هرات