۰
امرالله صالح:

د ټاکنو د پایلو اعلان د لار ورکو داخلي او بهرینو کړیو دسیسې شنډې کړې

چهارشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۰
د دولت جوړونکي او بریالي ټیم لومړۍ مرستیال امراالله صالح د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان هرکلی کړی وايي، د دغه پایلو اعلان د افغانستان د خلکو پر وړاندې د داخلي لار ورکو کړیو دسیسي شنډې کړې.
د ټاکنو د پایلو اعلان د لار ورکو داخلي او بهرینو کړیو دسیسې شنډې کړې
د دولت جوړونکي او بریالي ټیم لومړۍ مرستیال امراالله صالح د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان هرکلی کړی وايي، د دغه پایلو اعلان د افغانستان د خلکو پر وړاندې د داخلي لار ورکو کړیو دسیسي شنډې کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن چهارشنبې د سلواغې ۳۰ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د جمهوریت، اساسي قانون، او ښاري حق چې ټاکنې یې تمثیلیوي د افغانستان ټول ولس ته د مبارک وي.

هغه زیاته کړې، چې د ټاکنو د پایلو اعلانولو د افغانستان د خلکو پر وړاندې د داخلي لار ورکو او بهرنیو سازمان شویو کړیو ټولې دسیسې شنډ او جمهوریت وګټله،

ښاغلي صالح لیکلي«جمهوریت له خلکو سره دی، نن خلک خپل حکومت لري، موږ د خپلو خلکو په خدمت کې وو، یو او ووبه، ټولو ته دې مبارک وي.»

د یادونې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون سه شنبې د سلواغې ۲۹ مه د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د یاد کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني و ویل، چې د اساسي قانون سره سم ولسمشر محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په اخیستو سره ګټونکی او د افغانستان منتخب ولسمشری دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دغه اعلان څو ساعته وروسته د ثبات او همپالنې ټیم ډاکتر عبدالله عبدالله چې ۳۹.۸۴ سلنه رایې یې ګټلې ځان بریالی اعلان کړ او د یوه ټول شموله حکومت د جوړلو خبر یې روکړ.

عبدالله کمېسیون په درغلیو تورن کړ او ویې ویل، چې د شفافو او بایومتریک شویو رایو پر اساس دوی بریالي دي نو ځکه خپله بریا اعلانوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي