۰
انډیپنډنس د سهیل شاهین له قوله:

د امریکا سره هوکړه کې د افغان حکومت سره د مذاکراتو ذکر نه دی شوی

پنجشنبه ۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۹
برېتانیايي انډیپنډنس ورځپاڼې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له قوله ویلي، چې د دوی او امریکا تر منځ د سولې کېدونکې هوکړه کې له افغان حکومت سره د مذاکراتو هېڅ ذکر نه دی شوي.
د امریکا سره هوکړه کې د افغان حکومت سره د مذاکراتو ذکر نه دی شوی
برېتانیايي انډیپنډنس ورځپاڼې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له قوله ویلي، چې د دوی او امریکا تر منځ د سولې کېدونکې هوکړه کې له افغان حکومت سره د مذاکراتو هېڅ ذکر نه دی شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین دغه ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي، چې له امریکا سره د دوی هوکړه چمتو شوې او تر راتلونکې یوې ورځې پورې به یې د لاسلیک کېدو کره نېټه اعلان شي.

هغه ویلي، چې په کېدونکې هوکړه کې د افغان حکومت سره د مذاکراتو هېڅ یادونه نه ده شوې خو د طالبانو او د افغانستان د نورو جنګي خواوو سره د مذاکراتو ذکر په کې شوی دی.

دغه برېتانوي ورځپاڼي د شاهین په حواله دا هم ويي، چې په کېدونکې هوکړه کې په اوربند هم موافقه نه ده شوې خو په وینا یې دواړه خواوې به د تړون لاسلیک کېدو لپاره د امن چاپېریال رامنځ ته کوي.
 
شاهین زیاته کړې، د سولې تړون عملي کیدو تضمین لپاره یو میکانیز چمتو شوی دی چې له مخې به یې د سولې د جزیاتو څارنه کېږي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند دا هم ویلي، چې د تړون لاسلیک کېدو پرمهال به د نړۍ ۲۴هېوادونه هم د شاهدانو په توګه موجود وي.
 
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان حکومت طالبانو سره بین الافغاني خبرو کې پر خپل محوریت ټینګار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي