۰

له نسبي اوربند د ناټو هرکلی، دا د طالبانو له لپاره یو امتحان دی

شنبی ۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۰
ناټو د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې پر اساس د نسبي اوربند یا تاوتریخوالي د کمولو هرکلی کړی وايي، دا د طالبانو لپاره یو امتحان دی.
له نسبي اوربند د ناټو هرکلی، دا د طالبانو له لپاره یو امتحان دی
ناټو د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې پر اساس د نسبي اوربند یا تاوتریخوالي د کمولو هرکلی کړی وايي، دا د طالبانو لپاره یو امتحان دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو سرمشنی ینس سټولټنبرګ ویلي، چې د نسبي اوربند یا د تاوتریخوالي د پام وړ راکمونې اوونۍ د طالبانو لپاره د ځان ثابتولو امتحان بللی دی.

هغه زیاته کړې«دا د طالبانو لپاره یو امتحان دی چې ثابته کړي ایا رښتیا هم دوی د سولې په پروسه کې د مرستې لپاره رښتینولي او لیوالتیا لري که نه.»

په ورته وخت کې د ناټو سازمان په یوه رسمي اعلامیه کې هم ویلي چې د تاوتریخوالي راکمول به د افغانانو تر منځ مذاکراتو او پایداره سولې ته لار خلاصه کړي.

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس د تېرې شپې له ۱۲ بجو راهیسې په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي کمولو لړۍ پیل شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چار وزیر مایک پمپیو وايي، له لسیزو جګړو وروسته د طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

پمپیو پرون جمعه د کب ۲ مه په خپل ټوېټر لیکلي، چې د تاوتریخوالي کمښت د سولې د اوږدې لارې لپاره یو مهم ګام دی.

نوموړي ویلي« تاوتریخوالی به په ټول افغانستان کې کمېږي، زه پر په ټولو افغانانو غږ کوم، چې له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي.»

دغه لړۍ به د یوې اوونۍ لپاره دوام وکړي او تر هغې وروسته د امریکايي او طالب چارواکو په وینا د کب به ۱۰ مه به د سولې تړون لاسلیک شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تاوتریخوالي کمولو هرکلی کړی او ویلي یې دي، دا چې د طالبانو ډلې د تاوتریخوالي په پام وړ کموالي موافقه وکړه دا هم اوربند او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره یو مهم ګام دی.

ښاغلي غني و ویل، خپلو ځواکونو ته یې امر کړي، چې په دې مرحلې کې به پر طالبانو بریدونه نه کوي خو په وینا یې داعش، القاعده او نوروې ترهګرې ډلې له دې مثتثا نه دي او پر ضد به یې عملیات روان وي.

هغه ټینګار وکړ، چې د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ ډېره مهمه ده او په خبره یې د سولې په اړه نور اقدامات به د دغه بهیر تر ختمېدو او ارزولو وروسته اخیستل کېږي.

ولسمشر وایي، افغان حکومت به د سولې د خبرو مشري کوي او په تېرو څو ورځو کې یې د سولې په اړه د افغان امنیتي ځواکونو له مشرانو، چارواکو، سیاستوالو او نورو مخورو سره خبرې کړي او په دې اړه یې د هغوی پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه ویلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي