۰
د عبدالله وروستیو اقداماتو ته د ناټو غبرګون:

د خپلسرو کړونو له امله د سولې رامنځ ته شوی فرصت باید ضایع نه شي

یکشنبه ۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۳۸
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي د ثبات او همپالنې ټیم د مشر وروستیو اقداماتو ته په غبرګون کې ویلي، چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت باید د خپلسرو کړنو له امله لاسه ونه وځي.
د خپلسرو کړونو له امله د سولې رامنځ ته شوی فرصت باید ضایع نه شي
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي د ثبات او همپالنې ټیم د مشر وروستیو اقداماتو ته په غبرګون کې ویلي، چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت باید د خپلسرو کړنو له امله لاسه ونه وځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ثبات او همپالټنې ټیم مشر عبدالله عبدالله له خپله اړخه د دریو ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکلي دي.

د اجرائیه ریاست ویاند امید میثم هم جمهور خبري آژانس ته تایید کړه، چې دغه والیان د عبدالله عبدالله په حکم معرفي شوی او ډېر ژر به د نورو ولایتونو لپاره هم وټاکل شي.

خو د عبدالله عبدالله دغه اقدام د نړیوالو غبرګونونه هم راپارولي او پر وروستیو کړنو یې اندېښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) پرون په یوه اعلامیه کې د عبدالله عبدالله له لوري د ځینو ولایتونو لپاره د والیانو پر ټاکل کېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

یوناما ویلي و، غیر قانوني کړنې کولی شي چې د سولې په اړه د خلکو هیلې له اندېښنې سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې ده چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل او د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وکړي.

ناټو هم په دې اړه د یوناما د دریځ ملاتړ کړی او ویلي یې دی، چې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت باید د خپلسرو کړنو له امله ضایع نه شي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې په یوه ټوېټ کې ویلي دی د یوناما د دریځ ملاتړ کوي او له افغان سیاسیونو څخه غواړي چې د سولې پروسې تقویت لپاره سره همغږي او اجازه ورنکړي چې رامنځته شوی فرصت له لاسه و وځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي