ولسمشر د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سره پر سوله خبرې کړې

5 حوت 1398 ساعت 8:18

ولسمشر محمد اشرف غني د ترهګرۍ ضد او په مدیتراتې کې د شخړو د حل لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره لیدلي دي.


ولسمشر محمد اشرف غني د ترهګرۍ ضد او په مدیتراتې کې د شخړو د حل لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیج ټایمز ورځپاڼې هم تایید کړې، چې د قطر ځانګړی استازی کابل ته تللی ولسمشر غنی سره یې لیدلي دي.

سرچینه وایي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د قطر- افغانستان پر دوه اړخیزو همکاریو؛ په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو، د روانې میاشتې په پای کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدا، د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو او د دواړو خواوو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې وکړې.

د یادونې ده، قطر په عربي هېوادونو کې، تر ټولو زیات امریکا ته نژدې دی او په ورته وخت کې له څه باندې یوه کال راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو او د طالبانو د دفتر کوربه هم دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125285

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125285/

جمهور
  https://www.jomhornews.com