۰

ولسمشر د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سره پر سوله خبرې کړې

دوشنبه ۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۸
ولسمشر محمد اشرف غني د ترهګرۍ ضد او په مدیتراتې کې د شخړو د حل لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره لیدلي دي.
ولسمشر د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سره پر سوله خبرې کړې
ولسمشر محمد اشرف غني د ترهګرۍ ضد او په مدیتراتې کې د شخړو د حل لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیج ټایمز ورځپاڼې هم تایید کړې، چې د قطر ځانګړی استازی کابل ته تللی ولسمشر غنی سره یې لیدلي دي.

سرچینه وایي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د قطر- افغانستان پر دوه اړخیزو همکاریو؛ په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو، د روانې میاشتې په پای کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدا، د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو او د دواړو خواوو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې وکړې.

د یادونې ده، قطر په عربي هېوادونو کې، تر ټولو زیات امریکا ته نژدې دی او په ورته وخت کې له څه باندې یوه کال راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو او د طالبانو د دفتر کوربه هم دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي