ترکیې، پاکستان او ارمنستان هم له ایران سره پولې وتړلې

5 حوت 1398 ساعت 9:17

له افغانستان وروسته ترکیې، پاکستان او ارمنستان هم د کرونا ویروس د میخنوي په خاطر له ایران سره خپلې پولې تړلې دي.


له افغانستان وروسته ترکیې، پاکستان او ارمنستان هم د کرونا ویروس د میخنوي په خاطر له ایران سره خپلې پولې تړلې دي.

د جمهور آژانس د خبرله مخې یاد هېوادونه دغه ګام وروسته له هغې اخلي، چې د ایران په قم ښار کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې.

د ایران روغتیايي چارواکي وایي، تر اوسه پورې د دغه ناروغۍ له امله ۸ تنه مړه شوي او د دې څو چند زیات کسان پرې اخسته شوي دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم پرون په یوه غونډه کې پرېکړه کړې، چې له ایران سره د هوايي او ځمکنۍ تګ راتګ بند شي.

افغانستان دغه ګام وروسته له هغې واخیست چې په هرات ولایت کې د ایران له قم ښار څخه راغلو دریو تنو کې یو ډول شکمنه ناروغي لیدلي شوې ده.

د هرات د عامې روغتیا چارواکي وایي، د دغه ناروغانو معاینات یې کابل ته لېږلي او ناروغ کسان یې تر جدي څار لاندې نیول شوي دي.

د ترکیې حکومت ویلي، چې له ایران سره خپله پوله موقتاً بندوي څو ترکیې ته د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

دغه راز پاکستان او ارمسنتان هم د دغه ناروغۍ د مخنیوي په موخه له ایران سره خپلې پولې تړلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125295

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125295/

جمهور
  https://www.jomhornews.com