د پنجشیر ولایتي شورا په خپلې وروستۍ غونډې کې د افغانستان د ټاکنو د پایلو د اعلان هرکلی کړی دی او ویلي دي چې دا پایلي مني.
د
جمهور خبري آژانس د خبر په یوه ویډویو کې چې دغه شورا د ټاکنو او د پنجشېر د والي په اړه په کې خپله پرېکړه اوروي وايي، د ټاکنو کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پرېکړه دوی ته د منلو ده.
په دغه پرېکړه لیک کې د یادې شورا یو غړی یې لولي وايي، د پنجشیر اوسني والي کمال الدین نظامي له قانون څخه سرغړونې کړې ده، بنآ نور د پنجشیر والي نه دی او نه یې احکام منل کیږي.
ښاغلي نظامي د اشرف غني د بري له اعلان وروسته د عبدالله عبدالله له لوري د "اعلان شوي حکومت" ننګه کړې وه.
ولایتي شورا وايي هغه په خپل دغه کار سره قانون مات کړی دی، نو پر دې اساس د یاد ولایت ټولو ادارو ته سپارښتنه کېږي، چې نور د دغه والي هېڅ ډول حکم د منلو نه دی.
په دغه ویډیو کې، چې پرون د کب پنځمه شوې، د پنجشېر ولایتي شورا ټینګار کړی، چې وروسته له دې تاریخ څخه د والي حکم چلدو وړ نه دی او ټولې چارې به له مرکزي ادارې سره په همغږۍ د ولایتي شورا له خوا مخ ته وړل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل