۰
د ټاکنیزې پروسې په اړه د ناټو تازه غبرګون:

افغانستان کې باید د کړکېچ له رامنځته کولو ډډه وشي

چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۳
د ناټو سرمشني ینس سټولټنبرګ د افغانستان د ټاکنیزې پروسې په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، د دې پروسې په اړه هره اندېښنه باید د اساسي قانون او حقوقي مقرارتو په رڼا کې ځواب شي.
افغانستان کې باید د کړکېچ له رامنځته کولو ډډه وشي
د ناټو سرمشني ینس سټولټنبرګ د افغانستان د ټاکنیزې پروسې په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، د دې پروسې په اړه هره اندېښنه باید د اساسي قانون او حقوقي مقرارتو په رڼا کې ځواب شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو په اعلامیه کې له ښاغلي سټولټنبرګ له قوله ویل شوي دی د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د دغه هېواد د تېر سېپټېمبر ولسمشرۍ ټاکنو د وروستۍ پایلې د اعلان په اړه خبر دی.

ینس سټولټنبرګ افغانان ستایلي چې په ټاکنو کې یې برخه اخیستې او هم یې د افغان پوځيانو یادونه کړې چې په ټاکنو کې یې د خلکو امنیت نیولی و.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ خو یو شمېر نورو کاندیدانو له هغه ډلې د ښاغلي غني اصلي سیال عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې رد کړې او ځان یې بریالی اعلان کړ.

خو د ناټو د سرمنشي په دغه خبرپاڼه کې افغان سیاستوالو ته سپارښتنه کړې، چې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې کړکېچ لا پسې زیاتوي او سیاسي ثبات تر پوښتنې لاندې راولي.

د ناټو سرمنشي ویلي، اوس یې وخت دی چې مسووله سیاسي خواوې متحدې شي او د سولې په پروسې تمرکز وکړي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي ناټو سازمان به د اوږدې مودې لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرستې او همکارۍ ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم افغان سیاسیونو ته خبرداری ورکړی، چې له موازي حرکتونو ډډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي