۰

د رباني په کور کې د کرزي او عبدلله په ګډون د سیاسیونو غونډه

پنجشنبه ۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۹
د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاسیون د صلاح الدین رباني په کور کې سره جرګه شوي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
د رباني په کور کې د کرزي او عبدلله په ګډون د سیاسیونو غونډه
د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاسیون د صلاح الدین رباني په کور کې سره جرګه شوي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ناسته چې پرون چهارشنبې شوې، په کې محمد محقق، کریم خلیلي، انورالحق احدي، باتور دوستم، صلاح الدین رباني او حاجي دین محمد هم برخه درلوده.

عبدالله عبدالله د یادې غونډې په اړه پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې په یاده ناسته کې یې د سولې، ټاکنو او د ملي یووالي د ټینګښت په اړه تفصلي خبرې کړې دي.

دغو سیاستوالو په دې هم ټینګار کړی چې سوله د افغانانو لپاره یو لومړیتوب دی او د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ورته هیڅکله د منلو وړ ندي.

په ناسته کې راټولو کسانو ټینګار کړی چې په اوسني حالت کې باید د ټاکنو کړکیچ د سولې په پروسه اغیزه ونه لري.

دغه سیاسیون وروسته له هغې سره غونډ شوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په یوه ټوېټ کې و ویل، چې د ټاکنو پروسه پای ته رسېدلې، پایلې اعلان شوې او ولسمشر غني ګټلې دي.

نوموړي د لوړې مراسمو ځنډولو له امله د ولسمشر غني څخه مننه هم کړې او سیاسیونو ته یې ډاد ورکړی، چې نوی حکومت به ټول شموله وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي