۰

د سولې ملي آدرس: د تاوتریخوالي د کمېدو لړۍ دې وغځول شي

پنجشنبه ۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۶
د سولې ملي آردس د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې د تاوتریخوالي کمولو لړۍ وغځوي او بشپړ اوربند ته دې زمینه برابره کړي.
د سولې ملي آدرس: د تاوتریخوالي د کمېدو لړۍ دې وغځول شي
د سولې ملي آردس د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې د تاوتریخوالي کمولو لړۍ وغځوي او بشپړ اوربند ته دې زمینه برابره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بنسټ پرون چهارشنبې د کب ۷ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د سولې د روانو هلو ځلو هرکلی او د بین الاافغاني خبرو پر ژر پیل ټینګار کړی دی.

له لسګونو مدني ټولنو او ګوندونو جوړ دغه بنسټ ویلي، د جګړې ښکېلې خواې دې د تاوتریخوالي کمولو لړۍ نوره هم وغځوي تر چې د مکمل اوربند ټنګښت ته لار هواره شي.

دوی دا هم ویلي، چې بین الافغاني خبرې دې د بهرني هېواد پر ځای په کابل او یا هم د افغانستان په بله کومه سیمه کې ترسره شي.

دغه بنسټ د جګړې د ښکېلو اړخونو تر منځ جوړجاړي ته د رسېدو په هدف د منځګړیتوب لپاره د یوه بېطرفه افغاني کمېسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه.

یاد بسنټ په سیاسي رهبرانو او چارواکوغږ وکړ، چې د سولې لپاره له رامنځ ته شوي فرصت سمه ګټه پورته کړي او ملي ګټې تر شخصي ګټو غوره وبلل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي