۰
امریکایي ديپلومات:

طالبانو سره د سولې تړون پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو ستونزه نه شي حل کولی

پنجشنبه ۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۲
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازولی پخواني سرپرست جرت بلنک وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون په پاکستان کې د ترهګرو د امن پټنځایونو ستونزه نه شي حل کولی.
طالبانو سره د سولې تړون پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو ستونزه نه شي حل کولی
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازولی پخواني سرپرست جرت بلنک وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون په پاکستان کې د ترهګرو د امن پټنځایونو ستونزه نه شي حل کولی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، پاکستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو د له منځه وړلو او له طالبانو د پاکستان د نه ملاتړ په اړه امریکا کوم کار نه شي کولی.

هغه د افغان سولې په اړه زیاته کړې،د بین الاافغاني مذاکراتو د پیل لپاره نه شي کېدای، چې د افغانستان د ګاونډیانو رول له پامه وغورځول شي خو زیاتوي، دوی تل پر پاکستان د امریکا په نفوذ کې له حده زیاته ارزونه کړې.

نوموړي ټینګار کړي، له شکه پرته چې د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان، ایران، روسیې او چین رول ښکاره دی او که چېرته دغه هر یوه هېواد ته په دې برخه کې قناعت حاصل نه شي کولی شي د خنډ جووړنکي رول ولري.

تر دې وړاندې هم د سولې په روانو خبرو کې پر دې ټینګار شوی، چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره اړینه ده، چې پاکستان کې د ترهګرو ځالې له منځه یووړل شي او دغه هېواد د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

ولسمشر غني هم د مونیخ په کنفرانس کې همدې ټکي ته اشاره کړې وه او ویلي یې و، چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د ترهګرو د پټنځایونو د لمنځه وړلو په اړه د افغانستان سره خبرې وکړي.

دغه امریکايي دیپلومات یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون د راتلونکې شنبې په ورځ لاسلیک او له هغې وروسته بین الاافغاني خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي