پاکستان کې ترافیکي پېښې۷۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

10 حوت 1398 ساعت 9:07

د پاکستان په سند ایالت کې یوه ترافیکي پېښه شوې، چې د چارواکو په وینا په کې ۷۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د پاکستان په سند ایالت کې یوه ترافیکي پېښه شوې، چې د چارواکو په وینا په کې ۷۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د کب ۹ مه د سند ایالت په سکهر سیمه کې هغه مهال وشوه، چې یوه اورګاډي له یوه مسافر وړونکي بس موټر سره ټکر وکړ.

د سکهرد کمېشنر مرستیالې رانا عدیل ویلي، په پېښه کې ۱۸ تنه وژل شوي او پنځو نور ټپیان شوي او ښایي مرګ ژوبله تر دې هم زیاته وي.

د پاکستان د اور ګاډي د تنظیم ادارې یو چارواکي هم دا مرګ ژوبله تایید کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125453

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125453/

جمهور
  https://www.jomhornews.com