د پاکستان په سند ایالت کې یوه ترافیکي پېښه شوې، چې د چارواکو په وینا په کې ۷۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د کب ۹ مه د سند ایالت په سکهر سیمه کې هغه مهال وشوه، چې یوه اورګاډي له یوه مسافر وړونکي بس موټر سره ټکر وکړ.
د سکهرد کمېشنر مرستیالې رانا عدیل ویلي، په پېښه کې ۱۸ تنه وژل شوي او پنځو نور ټپیان شوي او ښایي مرګ ژوبله تر دې هم زیاته وي.
د پاکستان د اور ګاډي د تنظیم ادارې یو چارواکي هم دا مرګ ژوبله تایید کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل