۰
ولسمشرغني:

د نړیوالې ټولنې او امریکا سره ټول تړونونه پر ځای دی، که طالبان جګړه ودروي شرایط تغیر کوي

شنبی ۱۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له والیانو سره خبرو کې ویلي، له نړیوالې ټولنې او امریکا سره د افغانستان ټول تړونونه پر ځای دی.
د نړیوالې ټولنې او امریکا سره ټول تړونونه پر ځای دی، که طالبان جګړه ودروي شرایط تغیر کوي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له والیانو سره خبرو کې ویلي، له نړیوالې ټولنې او امریکا سره د افغانستان ټول تړونونه پر ځای دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې په درشل کې د یوه ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کولې والیانو ته ډاډ ورکړ، چې له نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول له امریکا سره د افغانستان ټول تړونونه پر ځای دي.

د ارګ خبرپانه وایي، دغه ویډیويي کنفرانس کې چې پرون جمعه د کب ۹ مه ماښام وشو، ولسمشر و ویل، چې د افغانستان ټول مسایل به په تدبیر سره حل کړي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې ویلي«زموږ دریځ د اساسي قانون، جمهوریت، ملي حاکمیت او د افغانستان د خلکو د غزت او سوکالۍ دی.»

ولسمشر وایي، افغانستان دایمي دوست او دښمن نه لري، بلکې هر څه یې پر ملي ګټو ولاړ دي او سیمه کې وروستیو بدلونو ته په کتو هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې افغانستان د خپلې سراتېژۍ عمق وګرځوي.

د هغه په وینا له نړۍ سره د افغانستان اړیکې خورا ارزښتمنې دي او همدې ته په کتو له افغانستان سره د نړۍ او په ځانګړي ډول د امریکا ټول تړونونه پر خپل ځای دی.

ښاغلي غني دا هم ویلي افغان ځواکونو په عمل کې ثابته کړه، چې نه یوازې لازمه وړتیا لري بلکې، نن ۹۴ سلنه عملیات خپله رهبري کوي، ناټو او نړیواله ټولنه یې ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې له طالبانو سره د سولې تړون مشروط دی او هره پړاو یې په شرط تر سره کېږي او په وینا یې که طالبان له جګړې لاس واخلي نو کېدای شي دا شرایط هم تغیر وکړي.

ولسمشر ټینګار وکړ، چې طالبان باید له داعش، القاعده او نورو ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او د افغانستان خلکو ته له پاکستان، ترهګرو ډلو، د هغوی د امن پټنځایونو او جرمي اقتصاد په اړه وضاحت ورکړي.

ښاغلي غني و ویل«موږ د سولې پروسې په نوې مرحله کې هېچ کله اجازه نه ورکو، چې د سولې پورسه قومي، سمتي او یا په ډلې پورې وتړل شي، ځکه سوله یوه ملي پروسه ده او د افغانستان ټول خلک پرې اجماع لري.»

په ورته وخت کې د ارګ خبرپاڼه وايي، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د لومړي ځل لپاره د ولسمشر له خبرو وړاندې د والیانو سره خبرې وکړې.

هغه په خپلو خبرو کې والیانو ته ډاد ورکړي، چې د سولې مذاکراه کوونکی پلاوی یو تخصصي او اهل خبر پلاوی به وي، خو د سولې تصمیمونه به د افغانستان د خلکو، ملي شورا او لویې جرګې له خوا نیول کېږي.

ښاغلي صالح ویلي، چې سبا ښایي ټول مشران، سیاسي او ملي شخصیتونه شاید سره راټول او له جمهوریت څخه دفاع وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي