۰

اروپايي ټولنه: د افغانستان سوله زموږ له ملاتړه برخمنه ده

شنبی ۱۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۷
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالد کوبیا وايي، د افغانستان سوله د اروپايي ټولنې له کلک ملاتړ څخه برخمنه ده.
اروپايي ټولنه: د افغانستان سوله زموږ له ملاتړه برخمنه ده
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالد کوبیا وايي، د افغانستان سوله د اروپايي ټولنې له کلک ملاتړ څخه برخمنه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کوبیا نن شنبې د کب ۱۰ مه په خپل ټوېټر لیکلي، هیله ده چې نن د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي او په افغانستان کې روانه اوږده او پېچلې جګړه پای ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړې، دا هیله هم  لري چې طالبان او امریکا پر خپلو ژمنو او د معاهداتو روح ته ژمن پاتې شي او دا مسئله ددایمي سولې سبب شي.

د اروپايي ټولنې استازي  ویلي، د سولې لاسلیکېدونکې هوکړه به د بین الافغاني خبرو سبب شي او دا پروسه ټوله د اروپايي ټولنې له ملاتړ برخمنه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن د کب ۱۰ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

د دغه هوکړې د لاسلیک مراسمو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ګډون د ۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د ۳۰ هېوادونو استازي ورغلي دي.

ویل کېږي د سولې هوکړه به د طالبانو له لوري ملا عبدالغني برارد او د امریکا له لوري د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خوا لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي