خوست کې موټرسایکل بم چاودنې درې تنه وژلی دي

13 حوت 1398 ساعت 7:32

په خوست ولایت کې د فوټبال په میدان کې موټرسایکل بم چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۴ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په خوست ولایت کې د فوټبال په میدان کې موټرسایکل بم چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۴ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون دوشنبې د کب ۱۲ مه مازیګر مهال د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د شمبوات کلي په زنه خېل سیمه کې شوې ده.

د خوست والي حلیم فدايي په خپل ټوېټر لیکلي، چې چاودنه د یوه موټرسایکل بم په واسطه د فوټبال د یوې لوبې پر مهال شوې ده.

نوموړی وايي، په دغه چاودنه کې درې ملکي وګړي، نجیب الله، سمیع الله او محمد رسول شهیدان شوي او ۸ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

خو د خوست د عامې روغتیا مشر حبیب شاه انصاري وايي، دوی ته ۱۱ تنه ټپیان وروړل شوي، چې عمرونه یې د ۱۵ او ۳۰ کلونو تر منځ دي.

د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا د اورکم اوونۍ د پای ته رسېدو وروسته لومړۍ خونړۍ پېښه ده، چې رامنځ ته کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125569

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125569/

جمهور
  https://www.jomhornews.com