جنرال مېلر:

که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي، هوکړه ماتېدونکې ده

14 حوت 1398 ساعت 14:34

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکات مېلر وايي، که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي، نو ورسره شوې هوکړه به ماتېدونکې وي.


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکات مېلر وايي، که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي، نو ورسره شوې هوکړه به ماتېدونکې وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر ویلي، د تاوتریخوالي دوام قطر کې شوې هوکړې ته ګواښ پېښوي نو لازمه ده، چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي.

جنرال مېلر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د سولې د شوې هوکړې وروسته امریکايي ځواکونو په لومړي ځل په هلمند کې پر طالبانو بمبار کړی دی.

امریکايي ځواکونو دغه برید له هغې وروسته وکړ، چې طالبانو په هلمند کې د افغان ځواکونو پر یوه مرکز ډلیز بریدونه وکړل.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي دا دفاعي برید و، ځکه طالبانو د افغان ځواکونو په مرکز پرلپسې بریدونه کول او له افغان حکومت سره د شوي تړون له مخې د افغان ځواکونو ملاتړ د دوی دنده ده.

د امریکا د پوځ ویندوی پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، وسله والو طالبانو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو پر له پسې حملې کولې نو امریکايي ځواکونو د دې لپاره چې د طالبانو د حملو مخه ونیسي، پر هغوی یې بمباري وکړه.

نوموړي ویلي، امریکا د سولې پر موافقې ولاړه ده خو طالبان باید بې ضرورته حملې ودروي او پر خپلو هغو ژمنو ودرېږي چې د دوحې په موافقه کې یې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125643

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125643/

جمهور
  https://www.jomhornews.com