۰
هلمند کې د امریکا تر برید وروسته د طالبانو غبرګون:

موږ د سولې هوکړې ټولې برخې یو په بل پسې عملي کو مقابل لوری یې د هم عملي کړي

پنجشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۷
د سولې تر هوکړه، د طالبانو د بریدونو تر پیل او په هلمند کې پر طالبانو د امریکا له برید وروسته طالبانو ویلي، چې دوی د سولې هوکړې ټولې برخې یو پر بل پسې عملي کوي، خو تر مقابل لوری یې هم باید عملي کړي.
موږ د سولې هوکړې ټولې برخې یو په بل پسې عملي کو مقابل لوری یې د هم عملي کړي
د سولې تر هوکړه، د طالبانو د بریدونو تر پیل او په هلمند کې پر طالبانو د امریکا له برید وروسته طالبانو ویلي، چې دوی د سولې هوکړې ټولې برخې یو پر بل پسې عملي کوي، خو تر مقابل لوری یې هم باید عملي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې وروسته چې د تېرې شنبې کب ۱۰ مه قطر کې لاسلیک شوه او په کې د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړه په کې شوې وه دوه ورځې وروسته طالب مشرانو خپلو جنیګالیو ته امر وکړ، چې پر افغان ځواکونو له سره بریدونه پیل کړي خو پر بهرنیو ځواکونو به کار نه لري.

د طالبانو تر دغه امر وروسته طالب جنیګالیو له تېرو دریو ورځو راهیسې د هېواد په کابو ۱۵ ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر ضد خونړي بریدونه پیل کړي، چې له امله یې تر ۴۰ پورې افغان سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه بریدونو په لړ کې طالبانو غوښتل، چې په هلمند کې هم د افغان ځواکونو پر یوه مرکز برید وکړي، خو امریکايي ځواکونو پرې وار ړومبۍ کړ او پر طالبانو یې هوايي برید وکړ.

له دغه برید وروسته افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند او د دغه ځواکونو عمومي قوماندان و ویل، چې دا دفاعي برید وو.

دواړو ټینګار وکړ، چې دوی د سولې هوکړې ته ژمن دي، خو دا یې هم دنده ده، چې له خپلو افغان همکارانو دفاع وکړي.

د امریکا تر دغه برید وروسته طالبانو هم غبرګون ښودلی ویلي یې دي دوی د توافق نامې ډولې برخې یو په بل پسې عملي کوي، خو مقابل لوری یې د هم عملي کړي.

قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي،  طالبان له پلان سره سم د توافقنامې ټولې برخې یو په بل پسې عملي کوي تر څو د جګړې د شدت مخه ونیول شي.

هغه زیاته کړې«اسلامي امارت له پلان سره سم د توافقنامې ټولې برخې یو په بل پسې عملي کوي تر څو د جنګ د شدت مخه ونیول شي. مقابل لوری دې هم د توافقنامي د ټولو برخو په عملي کولو کې خنډونه له منځه یوسي ترڅوسرتاسري سولي ته لاره هواره او افغان ولس له خپلو اساسي حقوقو برخمن شي.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي