خوست: په خپل منځي نښته کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

20 حوت 1398 ساعت 8:59

راپورونه وایي، په خوست ولایت کې د دوه کورنیو تر منځ نښته کې له دواړو لورو لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


راپورونه وایي، په خوست ولایت کې د دوه کورنیو تر منځ نښته کې له دواړو لورو لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته پرون دوشنبې د کب ۱۹ مه د خوست ولایت د اسماعیل خېلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

راپورونه وايي، لومړی په یوه جومات کې دوه کسانو تر منځ لفظي شخړه شوې او وروسته یې وسله واله نښته کړې ده.

د سرچینو په وینا په دغه نښته کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او درې تنه ټپیان شوي او دغه راز د هغې بلې کورنۍ هم درې تنه ټپیان شوي دي.

چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژآنس:خوست
 


د مطلب کود: 125812

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125812/

جمهور
  https://www.jomhornews.com