د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندان:

فکر نه کوم طالبان د سولې شوي تړون ته ژمن پاتې شي

21 حوت 1398 ساعت 7:16

د منځني ختيځ لپاره د امریکا د پوځ یو لوړپوړی قوماندان جنرال فرانک مکینزي وايي، فکر نه کوي چې طالبان دې په خپلو ژمنو وفا وکړي.


د منځني ختيځ لپاره د امریکا د پوځ یو لوړپوړی قوماندان جنرال فرانک مکینزي وايي، فکر نه کوي چې طالبان دې په خپلو ژمنو وفا وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال مکینزي پرون سه شنبې د مارچ ۱۰ مه، له طالبانو سره د سولې د موافقې په اړه په سنا کې د وسله وال پوځ د خدمتونو د کمېټې غړو ته معلومات ورکړل.

نوموړي ویلي، امریکا پلان لري تر پسرلي پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي خو په ۱۴ میاشتو کې د ټولو ځواکونو د وتلو په اړه لا کوم پوځي پلان جوړ شوی نه دی.

هغه زیاته کړې«تر دې دمه زموږ د باور خلاف د طالبانو بریدونه هماغسې زیات او دوامدار دي، که هغوی دا بریدونه کم نه کړي، سیاسي مشرتابه (امریکا) به یې په اساس پرېکړه وکړي.»

جنرال مکینزي دا هم زیاته کړې، چې  طالبان د داعش د ځپلو وړتیا لري، ځکه په وینا یې د افغانستان په ختیځ کې طالبانو د داعش ډله وځپله او هغوی په دې برخه کې ډېر اغیزناک رول ولوبوه.

دغه امریکايي جنرال د افغانستان د حالت په اړه د هغه خوشبیني او بدبینی مهمه نه ده، مهمه دا ده چې هره پرېکړه په افغانستان کې د حقایقو او پېښو په اساس نیول کیږي.

جنرال فرانک مکینزي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تازه د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون فرمان ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125835

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125835/

جمهور
  https://www.jomhornews.com