هند:

د سیمې هېوادونه باید د کرونا پر وړاندې ګډه تګلاره جوړه کړي

24 حوت 1398 ساعت 9:08

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وایي د سیمې هېوادونه دې د کرونا د پراختیا پر وړاندې د مبارزې لپاره پر یوه ګډه او واحده تګلاره کار وکړي.


د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وایي د سیمې هېوادونه دې د کرونا د پراختیا پر وړاندې د مبارزې لپاره پر یوه ګډه او واحده تګلاره کار وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نریندا مودي د سارک سازمان پر غړو هېوادونو چې افغانستان هم په کې دی غږ کړی چې د کرونا ویروس د پراختیا لپاره سره یو شي.

د هند لومړي وزیر ټينګار کړي، چې دغه ویروس د هېوادونو په همکارۍ او ګډه تګلاره له منځه تللی شي.

په ورته وخت کې افغان حکومت هم د هند د لومړي وزیر د دغه وړاندیز هرکلی او دوی هم د کرونا پر ضد د ګډې همکارۍ په رامنځ ته کېدو ټینګار کړی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، په سیمه کې د دغه ویروس پر وړاندې د ګډې مبارزې جدي اړتیا ده.

د هند لومړی وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوی، چې تازه په هند کې هم د کرونا ویروس یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125923

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125923/

جمهور
  https://www.jomhornews.com