د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وایي د سیمې هېوادونه دې د کرونا د پراختیا پر وړاندې د مبارزې لپاره پر یوه ګډه او واحده تګلاره کار وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نریندا مودي د سارک سازمان پر غړو هېوادونو چې افغانستان هم په کې دی غږ کړی چې د کرونا ویروس د پراختیا لپاره سره یو شي.
د هند لومړي وزیر ټينګار کړي، چې دغه ویروس د هېوادونو په همکارۍ او ګډه تګلاره له منځه تللی شي.
په ورته وخت کې افغان حکومت هم د هند د لومړي وزیر د دغه وړاندیز هرکلی او دوی هم د کرونا پر ضد د ګډې همکارۍ په رامنځ ته کېدو ټینګار کړی دی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، په سیمه کې د دغه ویروس پر وړاندې د ګډې مبارزې جدي اړتیا ده.
د هند لومړی وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوی، چې تازه په هند کې هم د کرونا ویروس یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل