د پاکستان د پوځ مشر:

چمتو یو د افغان سولې په لار کې د خنډونو لرې کولو کې مرسته وکړو

24 حوت 1398 ساعت 9:38

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، پاکستان تیار دی، چې د افغانستان د سولې په لار کې د خنډونو لرې کولو کې مرسته وکړي.


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، پاکستان تیار دی، چې د افغانستان د سولې په لار کې د خنډونو لرې کولو کې مرسته وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې باجوه دغه څرګندونې پرون جمعه راولپنډۍ کې د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ د قول اردوګانو د عمومي قوماندانو په غونډه کې کړې دي.

نوموړي په افغانستان کې د سولې پر راتګ د ټینګار تر څنګ ویلي د سیمې د ثبات لپاره افغانستان کې سوله مهمه ده او د سولې لار له افغانستانه تېرېږي.

باجوه په دې اړه چې څه ډول کولی شي د افغان سولې په لار کې د پرتو خنډونو په لرې کولو کې مرسته وکړي، جزیات نه دي ورکړی.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې دوی په افغانستان کې سوله غواړي او له ټولو افغان خواوو غواړي، د سولې د پروسې د دوهم پړاو پر لور ګامونه واخلي او بین الاافغاني خبرې پيل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عایشې فاروقي پرون جمعه په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې، دا اوس مهمه ده چې د بین‌الافغاني خبرو اترو لور ته د ګام اخیستلو لپاره له فرصته ګټه واخیستل شي.

پاکستاني چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د فبرورۍ پر ۲۹ مه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته طالبانو نه پر افغان ځواکونو په بریدونو کې کموالی راوستی او نه یې هم د افغان حکومت سره خبرو ته چمتوالی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 125927

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125927/

جمهور
  https://www.jomhornews.com