د کرونا له وېرې نړۍ کې ۴ سوه میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې شوي

25 حوت 1398 ساعت 8:25

د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره (یونسف) وايي، د کرونا ویروس له وېرې نړۍ کې ۴ سوه میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي.


د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره (یونسف) وايي، د کرونا ویروس له وېرې نړۍ کې ۴ سوه میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له همدې سره سم یونسکو د انلاین زده کړو لپاره د چین له لوري د رامنځته شوي ډین ټالک مخابراتي سافټوېر کارولو وړاندېز کړی دی.

د یادونې ده، چې کرونا د لومړي ځل لپاره د چین په واهان ایالت کې ولګېده، چې له هغې وروسته ایران او دا مهال د نړۍ ۱۲۲ هېوادونو ته رسېدلې ده.

خو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله یې په چین او ایران کې اړولې او له هغې وروسته ایټالیا او هسپانیه هغه هېوادونه دي، چې دغه ناروغي په کې مخ په پراخېدو ده.

په افغانستان کې هم تر دا مهال د کرونا ویروس ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ۱۰ یې هرات، درې سمنګان، یوه بلخ، یوه کاپيسا او یوه هم دای کنډي ولایت کې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا، پوهنې، لوړو زده کړو او اطلاعاتو کلتور وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ په هېواد کې ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه د یوې میاشتې لپاره د کرونا له وېرې ځندول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125962

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125962/

جمهور
  https://www.jomhornews.com