د ټرمپ د کرونا د ازمویښت پایله منفي راوتلې

25 حوت 1398 ساعت 9:19

د سپینې ماڼۍ ډاکټر شان کانلي ویلي راپور یې تر لاسه کړ چې د ټرمپ د ازمویښت نتیجه منفي وه او هغه پر کرونا نه دی اخته شوی.


د سپینې ماڼۍ ډاکټر شان کانلي ویلي راپور یې تر لاسه کړ چې د ټرمپ د ازمویښت نتیجه منفي وه او هغه پر کرونا نه دی اخته شوی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  ټرمپ د تېرې اونۍ په پای کې په فلوریډا کې په خپل شخصي هستوګنځي کې له یوه برازیلي پلاوي سره کتلي وو.

تر دې کتنې وروسته معلومه شوه چې د دغه پلاوي ځينې غړي په کرونا اخته وو او ټرمپ ته یې هم اندېښنې پیدا کړې وې.

تېره ورځ ټرمپ تیار شو چې خپل ازمویښت ورکړي خو اوس یې پایله منفي وه او دی پر کرونا نه دی اخته شوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125964

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125964/

جمهور
  https://www.jomhornews.com