د کرونا ویرویس له کبله پوهنې وزارت ته د ولسشمر سپارښتنه:

د زده کوونکو د تدریس لپاره پر مشخصې برنامې کار وکړۍ

27 حوت 1398 ساعت 7:50

ولسشمر غني پوهنې وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د کرونا ویرویس له کبله د ښونځیو د رخصتۍ یا د دې رخصتۍ د مودې غځېدو پر مهال د زده کوونکو بوخت ساتلوپه خاطر د تدریس پر مشخصه برنامه کار وکړي.


ولسشمر غني پوهنې وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د کرونا ویرویس له کبله د ښونځیو د رخصتۍ یا د دې رخصتۍ د مودې غځېدو پر مهال د زده کوونکو بوخت ساتلوپه خاطر د تدریس پر مشخصه برنامه کار وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر غني پرون دوشنبې د کب ۲۶ مه د ویډیويي کنفرانس له لارې پوهنې وزارت ته دغه سپارښتنه وکړه.

ښاغلي غني ویلي، پوهنې وزارت باید د کرونا وایروس احتمالي خپرېدو په خاطر د ښوونځیو د رخصتۍ پرمهال د پوهنې ټلویزیون له لارې د لرې زده‌کړو (انټرنیټ) پر برنامې تمرکز ولري، څو له ممکنه لارو څخه د زده کوونکو د تدریس سلسله دوام ومومي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر محمد اشرف غني ټولو ښوونکو ته ډاډ ورکړی چې د ښوونځیو د رخصتۍ یا د رخصتیو د غځېدو په جریان کې یې معاشونه په خپل وخت ورکول کېږي او هیڅ راز ځنډ به په کې نه راځي.

محمد اشرف غني همدا ډول د پوهنې وزارت مسوولانو ته لارښوونه کړې چې د نوي ښوونیز کال پیل سره سم باید هر څه ژر د پوهنې وزارت اصلاحي بسته عملي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126029

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126029/

جمهور
  https://www.jomhornews.com