ملکي خدمتونو ادارې له ۵۸ څخه پورته عمر لرونکي کارکوونکي رخصت کړي

27 حوت 1398 ساعت 8:26

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د کرونا ویروس مخنیوي په موخه نوي تدابیر اعلان کړي دي.


اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د کرونا ویروس مخنیوي په موخه نوي تدابیر اعلان کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې تدابیرو پر بنسټ به د یادې ادارې کارکوونکي دفتري چارې له کور څخه مخته بیایي.

یادې ادارې ویلي، دا تدابیر سر له نن څخه د ټول هېواد د ملکي خدمتونو په ادارو کې د پلې کېدو وړ دي او زیاتوي؛ ټول هغه کارکوونکي چې عمرونه یې له ۵۸ تر ۶۵ کلونو پورې دي، کولی شي د دریېو اوونیو لپاره په کورونو کې له لرې کار وکړي.

ملکي خدمتونو اداره دا پرېکړه وروسته تر هغه کوي چې د وروستیو راپورونو له مخې په افغانستان کې پر کرونا ناروغي د اخته کسانو شمېر ۲۱ ته پورته شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126033

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126033/

جمهور
  https://www.jomhornews.com