۰

هلمند کې ماین چاودنې څلور افغان پوځیان وژلي دي

پنجشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۹
د پوځ سرچینې وایي، هلمند ولایت کې پر ملي اردو د سړک د غاړې چاودنه شوې او په کې څلور سرتېري وژل شوي دي.
هلمند کې ماین چاودنې څلور افغان پوځیان وژلي دي
د پوځ سرچینې وایي، هلمند ولایت کې پر ملي اردو د سړک د غاړې چاودنه شوې او په کې څلور سرتېري وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن پنشنبې د کب ۲۹ مه د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په شور شورک سیمه کې شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک تاییدوي، چې د سړک د غاړې ماین چاودنه د ملې اردو په هاموي ټانګ باندې خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

په ورته وخت کې د پوځ یوې سرچینې ویلي، په دغه چاودنه کې څلور افغان پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

تر دې مهاله د دغه چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي