ګردیز پوهنتون ته څېرمه چاودنې یو ساتونکی وژلی دی

4 حمل 1399 ساعت 14:36

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د موټر سایکل بم چاودنې د پوهنتون یو ساتونکی وژلی او دوه نور کسان یې ټپیان کړي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د موټر سایکل بم چاودنې د پوهنتون یو ساتونکی وژلی او دوه نور کسان یې ټپیان کړي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن دوشنبې د وري ۴ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، دغه چاودنه نن غرمه مهال ۱۱:۳۰ بجې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د پکتیا پوهنتون ته نېږدې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې چاودنه په موټر سایکل کې د اېښودل شویو چاوېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

دی وايي، په دغه چاودنه کې د پوهنتون یو ساتونکی وژل شوی، یو ساتونکی او یو لاروی ټپیان شوي دي.

د والي ویاند وايي، په پوهنتون کې محصلین نه و، او نور چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهور آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 126201

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126201/

جمهور
  https://www.jomhornews.com