سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د موټر سایکل بم چاودنې د پوهنتون یو ساتونکی وژلی او دوه نور کسان یې ټپیان کړي دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن دوشنبې د وري ۴ مه
جمهور خبري آژانس ته و ویل، دغه چاودنه نن غرمه مهال ۱۱:۳۰ بجې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د پکتیا پوهنتون ته نېږدې شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې چاودنه په موټر سایکل کې د اېښودل شویو چاوېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.
دی وايي، په دغه چاودنه کې د پوهنتون یو ساتونکی وژل شوی، یو ساتونکی او یو لاروی ټپیان شوي دي.
د والي ویاند وايي، په پوهنتون کې محصلین نه و، او نور چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.
جمهور خبري آژانس:محمد رقیب فیاض