پخواني اجرائیه رییس او د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي، روان کړکېچ لا هم د خبرو له لارې د حل وړ دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله زیاته کړې، امریکا له افغانستان سره له کلونو راهیسې همکارۍ کړې دي خو له بده مرغه د کړکېچ د حل لپاره یې هڅې بې ګټې وې.
نوموړي زیاته کړې امریکا غوښتل په افغانستان کې روان کړکېچ حل شي نو له همدې امله مایک پمپیو کابل ته راغلی و خو دغه فرصت ضایع شو.
هغه په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي، خو وایي لا هم په دې باور دی چې د افغانستان کړکېچ د خبرو له لارې د حل وړ دی.
د یادونې ده، چې مایک پمپیو پرون کابل ته راغلی و، خو د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ یې د جوړجاړي هڅه بې پایلې وه.
تر دې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړه او له افغانستان سره یې د سږ کال لپاره یو میلیارد ډالر مرسته پرېکړه.
خو د خبرپاڼې په پای کې یې ټینګار کړي، چې که سیاسي کړکېچ حل شي، چې په وینا یې دغه کړکېچ د امریکا د ګټو لپاره ګواښ دي، دوی چمتو دي، چې پر دغه پرېکړه له سره کتنه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل