پکتیکا کې د تندر لوېدو درې تنه ټپیان کړي

6 حمل 1399 ساعت 10:35

سیمه ییز چارواکي وایي، پکتیکا ولایت کې پر یوه کور تندر پرېوتی چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، پکتیکا ولایت کې پر یوه کور تندر پرېوتی چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د وري ۵ مه د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ په یوسف خېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیکا د طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په دغه پېښه کې دوه مېرمنې او یو نارینه ټپیان شوي، خو څوک مړه شوي نه دي.

د یادوې ادارې په وینا ټپیان روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې ښه دي.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 


د مطلب کود: 126257

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126257/

جمهور
  https://www.jomhornews.com